له امنیتي ادارو سره سیاسي چلند د خونړیو بریدونو لامل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66812
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-01

له امنیتي ادارو سره سیاسي چلند وسله والو مخالفینو ته د خونړیو بریدونو فرصت په لاس ورکړی. پوځي شنونکي په کابل کې د وړمې ورځې چاودنه د امنیتي مسولانو د ضعیف مدیریت او ناغېړۍ پایله بولي او وایي اړوند چاراکي د ورته پېښو د مخنیوي پرځای، په امنیتي ادارو کې د خپلو افرادو په ګومارنه بوخت دي او د خپلو سرتیرو ژوند ورته ارزښت نلري. دریم ځل دی چې وسلوال مخالفین د امنیتي سرتېرو د سپرلۍ موټرو په نښه کولو سره هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړوي، خو ظاهراً د دې چارې د مخنیوي لپاره اقدام نه کیږي او سرتیري یې دروند قیمت پرې کوي. میرزا محمد یارمند د کورنیو چارو وزارت پخوانی معیین وایي، له امنیتي ادارو سره سیاسي چلند او ضعیف مدیریت طالبانو ته دا فرصت ورکړی چې د تېرې ورځې په څېر خونړي بریدونه ترسره کړي. شنونکي وایي، دا مهال امنیتي ادارې د چارواکو ترمنځ وېشل شوې او مسولان د ورته پېښو د مخنیوي پرځای د خپلو افرادو پرګومارنه بوخت دی او د حکومت په کچه د تصمیم نیونې د دوو مرجعو د شتون له امله چارواکي هم ځان د ورته پیښو پروړاندې مسوول نه بولی.