اصولي: د ولسي جرګې غړي دې د ملي مسایلو په اړه غیر مسوولانه څرګندونې نه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66815
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-03

د ولسي جرګې غړي وايي په یاده جرګې کې باید وکیلان له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي. د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي پر ځينو وکیلانو نېوکړه وکړه چې د هېواد د ملي مسایلو په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کوي او له دوی یې وغوښتل چې په هېواد کې دې د جدي او ملي مسایلو په اړه مسوولانه چلند وکړي. هغه زیاته کړه ډېری وکیلان د هېواد د ملي او هغو مسایلو په اړه هېڅ معلومات نه لري چې کلونو کلونو ورباندې جنجال او کشمکش دی. ده پز وکیلانو غږ وکړ چې د ملي مسایلو پر وړاندې سره یوه خوله او یو غږ شي څو د هېواد دښمنان له دې تشې استفاده و نه کړي. اصولي زیاته کړې د ولسي جرګې ځینو غړو ته په کار ده چې د ډېرو ملي مسایلو په اړه لومړی سر خلاص کړي او بیا څرګندونې وکړي؛ ځکه د هغه په وینا نړیوالې رسنۍ د دوی د خبرو پر اساس خبرونه جوړوي چې زیان یې بیا ملي ګټو ته اوړي.