فېلډمن: ترهګري پاکستان هم ګواښي، چې باید پر وړاندې یې مبارزه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66818
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-04

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ډان فېلډمن وايي د سیمې د امنیت لپاره د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا شته. نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، متحده ایالاتو له کلونو راهیسې پر پاکستان فشار راوړی، چې له ترهګرۍ سره جدي او رښتینې مبارزه وکړي. د فېلډمن په خبره ترهګري نه یوازې سیمې او نړۍ، بلکې په خپله پاکستان ته هم ګواښ جوړولای شي، چې له کبله یې باید دغه هېواد پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې که افغانان د سولې په روان کډ بهیر کې ایران هم شامل کړي، دا به یو معقول انتخاب وي او امریکا یې درناوی کوي.