د امریکا د سنا مجلس یوه با نفوذه غړي، لینډسي ګراهام اوباما ته خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي، دغه هېواد به ډېر ژر امریکا ته پر دویم عراق بدل شي. نوموړي له سي بي ایس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، افغانستان هغه هېواد دی، چې د سپټمبر یوولسمې پېښه پکې پلان شوې وه، خو په وینا یې اوباما ترې د ورته نورو احتمالي ګواښونو ناخبره دی. لینډسي ګراهام زیاته کړې، امریکا په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې د جګړې په موخه هر ډول اقداماتو ته چمتووالی نیسي، په داسې حال کې، چې د دې ډلې جنګیالي په افغانستان کې هم د ډېرېدو او پر یوه لوی ګواښ د بدلېدو په حال کې دي. نوموړي اوباما ته خبرداری ورکړي، چې که افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي، دغه هېواد به ډېر ژر امریکا ته پر دویم عراق بدل شي، چې هغه مهال افغانستان کې د امریکا ۱۵ کلنه جګړه هم تر پوښتنې لاندې راتلای شي.