د وردګو، سیداباد ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د وردګو ولایت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه نن په سالارو سیمه کې د ۴۰۴ او سراچه موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده. سرچینه زیاتوي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. خبرپاڼه کاږي، چې د ۴۰۴ موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پېل کړې دي. باید وویل شي، چې د کابل- کندهار پر لویه لاره وخت ناوخته د مسافر وړونکو لویو موټرو د ټکر له کبله درنه مرګ ژوبله اوړي، چې چارواکي یې پړه پر چلوونکو اچوي.