یوه ځانمرګي د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې له نبوي جومات سره نژدې چاودنه کړې ده. ویل کېږي برید د موټرو تم ځای سره نژدې د ساتندویانو په یوه مرکز شوی دی. په برید کې څلور ساتندویان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي بریدګر هغه مهال چاودنه وکړه چې ساتندویانو نبوي جومات ته د ننوتلو په وخت کې ودرولو. العربیه تلویزیون د دې پېښه په اړه بیا وايي د بریدګر موخه ساتندویان وو او له دوی سره یې د روژه ماتي په پلمه ځان نژدې کړی وو. دغه پېښه په ختیځ ولایت القطیف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له ځانمرګي برید وروسته شوې ده. په هغه برید کې بریدګر ووژل شو، خو د نورو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. له دې مخکې جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه یوه ځانمرګي برید کې د امنیتي ځواکونو دوه کسان ټپیان شوي وو.