ارومچي ته بیا د آریانا افغان هوایي شرکت الوتنې پیلېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66827
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-05

له کابل څخه د چين د شين جيانګ ايالت مرکز ارومچي ته به د آريانا هوايي شرکت مخامخ الوتنې په څه باندې يوه اونۍ کې پيل شي. لومړنۍ الوتنه به د جولای په ديارلسمه نېټه پيل شي او په سبا به يې الوتکه بېرته راستنه شي. د الوتنو د پيل په مناسبت يوه غونډه کې، د افغانستان لپاره د چين سفير ياو جينګ د الوتنو بيا پيل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو لپاره ډېر مهم وباله، ځکه چې هوايي اړيکې اوسمهال د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ يوازنۍ لار ده. د ده په وينا، د الوتنو له پيل سره به اړيکې نورې پياوړې شي او د چين له خوا د پلان شوي ځمکني سړک جوړېدو ته به هم لار اواره کړي.