اسټرالیا له افغان ځواکونو سره د ۳۰۰ ملیونه ډالره مرستې اعلان وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66844
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-08

د اسټرالیا حکومت نن په وارسا کې د ناټو تر غونډې مخکې اعلان وکړ چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به ۳۰۰ ملیون ډالره اضافي مرسته وکړي. استرالیا، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا کلک متحد هېواد وه، د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۷ کلونو لپاره له افغانستان سره د ۵۰۰ ملیون ډالره مرستې ژمنه کړې وه، خو اوس به تر ۲۰۲۰ پوري د کال ۱۰۰ ملیون ډالره نوره مرسته هم کوي. استرالیا دا اعلان دوې ورځې وروسته له دې وکړ چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، پرېکړه یې کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان وځنډوي.