کاپیسا کې خلکو یو موټر چلوونکی په وهلو وهلو وژلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66845
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-08

کاپیسا کې خلکو یو موټر چلوونکی وروسته له هغې په وهلو وهلو وواژه، چې یو ماشوم یې پر موټر وواهه او ټپي یې کړ. د کاپيسا د والي وياند قيس قادري ویلي، د مرکز اړوند په شوخي سيمه کې شوې ده. دى زیاتوي، موټر چلوونکى د کاپيسا نجراب ولسوالۍ ته روان و چې له دغې پېښې سره مخ شو. د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم هم پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې پوليسو د موټرچلوونکي د وژلو په تړاو څو تنه نيولي او پلټنې ترې روانې دي.