نن د افغانستان په اړه د وارسا غونډه پېليږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66847
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-08

ټاکل شوې، چې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو مشران نن د پولنډ په پلازمېنې وارسا کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. دې غونډه کې د ګډون په موخه افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ورغلي دي. له ارګ نه په یوه خپره شویې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به په دې سفر کې د وارسا ناسته کې وینا وکړي او د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله به د افغانستان لیدلوری بیان کړي. ولسمشر سره په دغه سفر کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي او یو شمېر نور چارواکي ملګرتیا کوي. دغه غونډه د افغانستان او افغان ځواکونو لپاره برخلیک ټاکونکې بلل شوې او تمه ده، چې د ناټو غړي هېوادونه به پکې له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې یو ځل بیا تکرار کړي.