د سعودي عربستان پولیسو په هغه هېواد کې د تېرې دوشنبې ورځې له بریدونو وروسته د ۱۲ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ شکمن ترهګر نیولي دي. د رویټرز اژانس د خبر له مخې؛ په دې ډله کې اووه تنه یې د سعودي عربستان اوسېدونکي دي. تېره دوشنبې سعودي عربستان کې درې ځانمرګي وشول، لومړی په جده ښار کې یوه پاکستاني د امریکا قونسلګرۍ ته څېرمه ځان پورې تړلي واسکټ ته چاودنه ورکړه، په همدې ورځ ماښام مهال د سعودي عربستان یوه وګړي نبوي مسجد ته څېرمه ځانمرګی برید وکړ او ورسره هم مهاله په یاد هېواد کې بل برید هم وشو. تر یادو پېښو وروسته سعودي پولیسو ۱۹ کسه نیولي، چې ۱۲ یې پاکستانیان دي. په ورته وخت کې، د هسپانیا پولیسو هم خبر ورکړی دی چې د هېواد په شمالي ښار لیدا کې یې درې تنه پاکستاني وګړي له داعش او نورو سخت دریځو سره د تړاو په تور نیولي دي.