پر بدخشان سربېره د هلمند کانونه هم په غیر قانوني ډول استخراجېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66851
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-08

په بدخشان ولایت کې د کانونو غیرقانوني استخراج ترڅنګ هلمند هم یو له هغو ولایتونو دی، چې د کانونو ټول عواید یې د وسله والو لاس ته ورځي. د هلمند والي وايي، چې په دې ولایت کې د روخام ډبرو او ځینو نورو کانونو چارې د وسله والو په مرسته د غیرمسوول کسانو له لوري استخراجیږي او نورو هېوادونو ته قاچیږي. حیات الله حیات وايي، چې د هلمند کانونه د وسله والو مالي سرچینې برابروي، چې وسله والو د مخدره موادو ترڅنګ د کانونو د موجودیت له امله پر هلمند خپل تمرکز ډېر کړی. د ملي شورا یوشمېر غړي هم وايي، چې په هلمند کې د قیمي ډبرو او نورو توکو کانونه له تېرو څلورو کلونو راهېسې په غیرقانوني توګه د وسله والو له لوري استخراجیږي او همدا کانونه د وسله والو د عوایدو یوه مهمه سرچینه ده. که څه هم تردې مخکې د کانونو وزارت هم په یوشمېر نا امنه سیمو کې د کانونو غیرقانوني استخراج تایید کړی، خو کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي سرتیرو ته دنده سپارل شوې، څو د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وکړي.