ولسي جرګه: زور واکان په شمال کې محلي پولیس د خپلو موخو لپاره کاروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66852
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-08

د ولسي جرګې غړي وایي، دهیواد په شمال کې ډيری زور واکان او پخواني قوماندانان د محلي پولیسو ترنامه لاندې غیرمسول وسلوال ساتي او د خپلو اهدافو او شخصي غوښتنو لپاره یې کاروي. په افغانستان کې د ملي اردو ،ملي پولیسو او ملي امنیت له منظم تشکیل سره سره لاهم زرګونه غیر مسول وسله وال د دولت له چوکاټ بهر فعالیت کوي او د ځایي اوسېدونکو لپاره په سرخوږي بدل شوي دي. د ولسي جرګې غړي وایي،دغه وسله وال تر ډیره په ځایي زور واکانو او پخوانیو قوماندانانو پورې تړاو لري چې ډیر ځله د قومي مسایلو پرسر ځایي خلک ځوروي او په خپلسریو لاس پورې کوي. پوځي شنونکي وایي،سره لدې چې په هیواد کې د ډي ډي ار او ډایاک پروګرامونه عملي شوي،خو لاهم یوشمېر سیمه ییز زور واکان او قوماندانان له ځان سره شخصي ملېشې ساتي. کارپوهانو دغه غیر مسول وسله وال د پوځ سره موازي تشکیلات بولي او وایي حکومت یې باید مخه ونیسي. خو کورنیو چارو وزارت وایي،هیڅ غیرمسولې وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او دا مهال افغان ځواکونه د هر راز ګواښ د مخنیوي وړتیا لري.