په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وايي، چې د پاکستان پوځ د دغه کار په بدل کې د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ته د ځینو امتیازاتو د ورکولو ژمنې هم ورکړي. په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان پوځ د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې خپل تحرکات چټک کړي او اسلام اباد هڅه کوي له خلکو سره د یوه سازش په پایله کې خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي. د مشرانو جرګې یوشمېر غړي وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې پاکستان تر راتلونکو لسو ورځو د برمل په رډانو سیمه کې د هوايي ډګر د جوړولو او اغزن سیم د غځولو کار پيلوي. د مشرانو جرګې غړي جمعه دین ګیانوال او لطیف ژوندی یې په دې اړه وايي بل پلو کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي، چې تراوسه په پکتیکا کې د پاکستان له دا ډول تحرکاتو خبر نه لري، خو زیاتوي، چې افغان سرحدي سرتیري دنده لري، څو د دا ډول مداخلو مخه ونیسي.