ولسمشر محمد اشرف غنی پرون ماسپښین د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني سره د افغان کډوالو د ستونزې د اساسي حل، بروکسل کنفرانس ته د روانو تیاریو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. ولسمشر غني وویل، د افغانستان نړیوال همکاران او متحدین باید د افغانستان شرایطو ته په پام د افغان کډوالو ستونزه په اساسي توګه حل کړي. هغه زیاته کړه، په زوره د کډوالو اېستل او ستنول د دغې ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی، نو د دې لپاره باید یو منظم پلان ترتیب او تطبیق شي. د اروپايي ټولنې استازې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې ویلي، د افغان کډوالو ستونزو ته باید قانوني لارې او دایمي حل لاره ولټول شي.