کاناډا له افغانستان سره ۴۶۵ ملیونه ډالره مرسته اعلان کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66857
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-09

کاناډا له افغانستان سره په امنیتي او پراختیايي برخو کې د ۴۶۵ ملیونه ډالره مرستې ژمنه وکړه. د کاناډايي رسنیو د راپور له مخې؛ له دې مرستې ۱۹۵ ملیونه ډالره به تر ۲۰۲۰ م کاله د افغان ځواکونو د روزنې او ظرفیت لوړونې، بشري حقونو د رعایت او د ملکي خلکو د ژغورنې په برخو کې ولګول شي. د برېټانیا د تازه اعلان شوې مرستې ۲۷۰ ملیونه ډالره یې پراختیايي چارو ته ځانګړي شوي، چې پر اساس به یې افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او حقونو د ترلاسه کولو په برخو کې اسانتیاوې برابریږي.