د ټکزاس ایالت په ډالاس ښار کې د پولیسو او تور پوسته امریکایانو تر منځ تاوتریخوالي ولسمشر اوباما اړ کړ، چې د اروپا څو ورځنی سفر لنډ او نن بېرته متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیست ویلي، ولسمشر اوباما د ډالاس ښار د ښاروال بلنه منلې چې راتلونکې اونۍ هغه ښار ته سفر وکړي. ایرنست زیاته کړې، چې راتلونکې اونۍ به ولسمشر اوباما هڅه وکړي چې خلګ او پولیس سره متحد کړي او مشترک وجوهات پیدا کړي، څو د هیواد د عدلي اوقضايي سیستم دننه د تبعیض په هکله د پالیسۍ په کچې پحثونه وشي. باید وویل شي، چې د ټکزاس په ډالاس کې د پولیسو له لوري د دوو تور پوسته وګړو له وژل کېدو وروسته دغه ښار کې د لاریونونو پر مهال پر پولیسو برید کې ۵ افسران و وژل شول او اته نور ټپیان شول.