د هېواد د ۴۰ سلنه خاورې امنيت سيمه ييز پوليس ساتي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66860
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-10

د سيمه ييزو پوليسو ٩٤ سلنه یې موجود او شپږ سلنه یې، د وسله والو مخالفينو له خوا اسير شوي، لادرکه شوي او فراري دي. دغه مالومات د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو معينيت مرستيال لوی پاسوال محمدسالم احساس نن په کابل کې خبريالانو ته ورکړل. نوموړي زیاته کړه، چې د سیمه ییزو پولیسو په ليکو کې د اصلاحاتو راوستو په لړ کې ۹۵ سلنه یې د زورواکو له نفوذ څخه ايستل شوي دي. د هغه د مالوماتو له مخې؛ دا مهال په دېرشو ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ٣٠ زره تنه دى، خو په وینا یې له دې ډلې شپږ سلنه یې وژل شوي، اسیر شوي، لادرکه شوي او فراري دي. د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان پاسوال علي شاه احمدزي هم په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې دا مهال د افغانستان ۴۰ سلنه خاورې امنيت د سيمه ييزو پوليسو لخوا ساتل کيږي.