د چک هېواد ولسمشر له افغانستان سره تر ٢٠٢٠ کال پورې د بشردوستانه او نظامي همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، د افغانستان لپاره به سل پيلوټان وروزي. ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د وارسا ناستې په څنډه کې د چک جمهور رئیس زمان ملوسویچ سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په هکله يې بحث او خبرې وکړې. د چک ولسمشر، اشرف غني ته تر ۲۰۲۰زېږديز کال پورې د خپل هېواد له لوري د بشردوستانه او نظامي همکاریو ډاډ ورکړ. ده وویل، هېواد به یې د افغانستان لپاره سل تنه پیلوټان وروزي. هغه څرګنده کړه، چې چک جمهوریت د افغانستان د هلیکوپترو د ترمیم لپاره د قرارداد لېوالتیا لري. محمد اشرف غني د چک له ولسمشر څخه له افغانستان سره د خپلو همکاریو د ژمنو د تازه کولو له امله مننه وکړه.