حامد کرزی: ولسمشر غني د ملکي تلفاتو پر موضوع چوپتیا غوره کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66871
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-10

مخکینی ولسمشر حامد کرزی وايي، ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ګډون په جګړه کې زیاتېدونکو ملکي تلفاتو په اړه چوپتیا غوره کړې او په دې اړه یې کافي غږ نه دی پورته کړی. حامد کرزي دغه خبره له لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې کړې ده. حامد کرزی وايي، د بهرنیو ځواکونو په بریدونو او جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه پټېږي او تر اوسه د وژل شوو کسانو هویتونه هم نه دي په ډاګه شوي. هغه ویلي:«ما څو ځله ولسمشر هڅولی چې په دې اړه غږ پورته کړي، زه هیله لرم چې دا کار وشي، ځکه چې د دې ډول پېښو قربانیان افغانان دي او موږ د هغوی د ژوند په وړاندې مسوولیت لرو.» پخواني ولسمشر په افغانستان کې جګړې ته د امریکايي ځواکونو پر بیا راستنېدو هم نیوکه کړې ده. هغه وايي، امریکا او د هغې متحدین دې د جګړې د غځولو او پراخولو خبرې نه کوي. د نوموړي په خبره، بهرنیان دې په افغانستان کې خپل حضور د دې لپاره نه توجیې کوي چې دلته جګړه ده، بلکې دوی باید خپل حضور د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره وګڼي. حامد کرزي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې امریکا د خپلو تګلارو او پالیسیو لپاره جګړه غځوي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې جګړه په افغانستان کې نه ده او پاکستان یې د ترهګرو اصلي مرکز ګڼلی دی. نوموړی وايي:«د افغانانو او افغان کلیوالو په وژلو او بمبارولو سره دا جګړه نه شئ ګټلی، ځکه چې جګړه دلته نه ده، موږ یوازې د جګړې قربانیان یو.» واک ته د بیا راستنېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې حامد کرزي ویلي:« واک ته بیا راستنېدل په دې معنا دي چې موږ شا تګ کوو، موږ باید شاتګ و نه کړو، بلکې مخ پر وړاندې باید لاړ شو.» ورځپاڼې د اوسني حکومت د یو شمېر چارواکو هغه خبره راخیستې چې وايي اوسني حکومت ته یو شمېر ستونزو د کرزي له وخته په میراث پاتې دي. خو کرزي د دې خبرې په ځواب کې ویلي، چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله هم د ده د حکومت میراث دي. د ورځپاڼې په وینا، کرزي د اشرف او عبدالله په ګډون د ډېرو هغو چارواکو نومونه واخیستل چې د هغه په حکومت کې یې په لوړو پوستونو کار کړی او اوس هم په لوړو څوکیو دندې ترسره کوي. هغه زیاتوي:«غني هم زما د حکومت میراث دی او عبدالله هم. د دې پر ځای چې په تېر پسې لاړ شو، دوی باید خپله یو څه وکړي، د تېر په اړه باید بحث ونه شي، ځکه هغوی په تېر کې زما د حکومت برخه وو.» لاس انجلس ټایمز دغه مرکه د اختر په شپو کې له حامد کرزي سره د هغه په کور کې کړې ده. ورځپاڼه لیکي چې د هر اختر په شپو ورځو کې سلګونه نارینه، ښځې او ځوانان د کرزي د کور په مخ کې د هغه لیدو ته په لیکه ولاړ وي. د ورځپاڼې په وینا کرزی د اختر په شپږو ورځو کې له سلګونو افغانانو سره ګوري، انځورونه ورسره اخلي او له ماشومانو سره په روغبړ کې د راتلونکي په اړه د هغوی هیلې پوښتي. د لاس انجلس ټایمز په وینا، دا نه یوازې عامه خلک دي چې د کرزي لیدو ته ورځي بلکې لسګونه دولتي چارواکي هم د کرزي درناوي ته ورځي. ورځپاڼه وايي کرزي ته ورتلونکو کسانو په ډله کې عمر داوودزی او استاد سیاف هم وو او دا هغه څوک دي چې د حراست او ثبات شورا په نوم یو حرکت یې رامنځته کړی او د اوسني حکومت سیاسي مخالفین دي. سرچینه لیکي، له دې کسانو سره د کرزي لیدنې کتنې دا تعبیرېږي چې ګنې د ولسمشر غني د حکومت پر وړاندې په کومې توطیې کار کوي. خو کرزی وايي:«خلک ما ته راځي، خلک ما ویني، دا هېڅ امکان نه لري چې د خلکو پر راتګ بندیز ولګول شي.»