د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د خپل پلار د وژل کېدو غچ به ترې واخلي. حمزه بن لادن په یوه غږیز پېغام کې ویلي، چې القاعده شبکه به د امریکا پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، که امریکایان فکر کوي، چې په ایبټ اباد کې به یې کړی “جرم” پرته له مجازاتو هېر شي، نو اشتباه کوي. باید وویل شي، چې د حمزه بن لادن اشاره ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو له لوري د هغه د پلار اسامه بن لادن وژل کېدو ته ده. بن لادن د ۲۰۱۱ م کال په مې مېاشت کې د خاصو امریکایي ځواکونو په برید کې و وژل شو.