تیریزا می به سبا د بریټانیا د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66879
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-11

د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامرون وايي راروانه چهارشنبې به خپله استعفا ملکې ته وړاندې کړي او تیریزا می به یې د ځای ناستې په توګه وټاکل شي. تېره ورځ، د محافظه کار ګوند په کاندیدانو کې د مېرمن می یوازینۍ سیاله اندریا لیډسوم له سیالۍ لاس پر سر شوه. کامرون، چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه کار کوي، له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو له پرېکړې وروسته ویلي و، چې خپله دنده به پرېږدي. تيريزا مى د بریتانيا په حکومت کې يوه تجربه لرونکې وزيره ده. نوموړې ٥٩ کلنه ده او اکسفورډ پوهنتون يې لوستى، هغه دا مهال د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کوي.