د امریکا کانګرس له ترهګرۍ د پاکستان پر ملاتړ خبرې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66880
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-11

د امریکا کانګرس نن د “پاکستان دوست دی که دښمن” تر نامه لاندې استماعیه غونډه کوي. د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټې غړی ټید پو، چې ددې غونډې مشري پر غاړه لري وایي، دغه استماعیه غونډه به د مجلس غړو ته موقع ورکړي چې له ترهگرو ډلو سره د پاکستان د اوږدمهاله اړیکو په هکله په زیات څه پوه شي. پو ویلي، له ترهگرو ډلو سره د پاکستان اړیکې مستندې دي. هغه د پاکستان د استخباراتو اداره د طالبانو، القاعده او حقاني شبکې په گډون زیات شمیر ترهگرو سازمانونو ته د مرستې پر برابولو تورنه کړې ده. امریکا د سپټمر د ١١ له بریدونو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه پاکستان ته څه د پاسه ۳۳ میلیارډه ډالره ورکړي، خو ویل کیږي، چې پاکستان دغه پیسې له ترهګرۍ د ملاتړ په برخه کې لګولې دي.