سوریه کې د الجزیرې یو خبریال وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66881
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-11

سوریه کې د هوايي بریدونو پر مهال د الجزیرې ټلویزیون یو خبریال وژل شوی دی. الجزیرې ویلي، چې دغه خبریال یې د ادلیب ولایت په تېرمانین ښارګوټې کې په هوايي بمبار کې وژل شوی دی. یاد خبریال ابراهیم العمر نومېده، چې الجزیرې ته یې د سوریې له جګړو په ژوندۍ بڼه راپورونه ورکول. په بریتانیا کې دیره د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، دغه هوايي برید د تېلو پر یوه مارکېټ شوی، چې پر العمر سربېره ۱۳ نور کسان هم پکې وژل شوي دي.