سعودي کې د افغان سولې په اړه نړېوال کنفرانس جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66884
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-11

د سولې عالي شورا وايي په هېواد کې د پخلاینې پروسې د بریاليتوب لپاره له هرو ممکنو لارو کار اخلي او په همدې موخه ټاکل شوې چې په سعودي کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. د سولې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم ویلي، د خلکو په تېره بیا د اسلامي هېوادونو د ملاتړ خپلولو لپاره د افغان سولې په اړه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي هېوادونو نړیوال کنفرانس جوړېږي. سلیم وايي چې د اسلامي نړۍ مشهور عالمان به په دې غونډه کې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه خپل نظرونه څرګند کړي. هغه زیاته کړې، چې دې کنفرانس کې کډون کوونکي عالمان به د افغانستان جنګ تحریم او پر وړاندې به یې فتوا ورکړي.