د افغانستان او عراق لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی سفیر او ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان پالیسي د افغان جګړې اصلي عامل ده او دغه هېواد باید د «ترهګرۍ د ملاتړي دولت» په توګه په تورلېست کې شامل کړای شي.
زلمي خلیلزاد پرون د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو ته «ایا پاکستان د ترورېزم پر وړاندې جګړه کې ملګری دی او که دوښمن» تر سرلیک لاندې وینا وکړه.
نوموړي وویل چې د پاکستان له لوري له اسلامي سختدریځۍ او نیابتي جګړې څخه استفاده چې د هند ګواښل هم په کې شامل دي، ټولې نړۍ ته خطر پېښ کړی دی.
هغه وویل چې د پاکستان پالیسي د افغان جګړې اصلي عامل ده، پاکستان دوه مخې او خاینانه لوبه کړې ده.
د خلیلزاد په وینا پاکستان ظاهراً ځان د امریکا متحد ښيي، خو لا هم د طالبانو او حقاني شبکې پورې اړوند د القاعدې ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه ادعا وکړه چې پاکستان په ۲۰۰۵ کال کې په خپل خاوره کې القاعده او حقاني شبکه منظمه کړه او دغه ډلې د افغان او امریکايي ځواکونو پر وړاندې جنګوي.
د نوموړي په وینا، پاکستان د طالبانو پر مټ د نیابتي جګړې له لارې غواړي چې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي.
ده وویل: اسلام اباد په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې دوام به امریکا له دغه هېواده اېستلو ته اړ کړي او په دې سره به د اوسني افغان دولت پر وړاندې د قدرت بیلانس بدلون ومومي.
زلمی خلیلزاد وايي پاکستان نهایتاً د اوسني افغان دولت د پرځولو هڅه کوي، ځکه چې دا حالت ورته د منلو وړ نه دی.
ده زیاته کړه، پاکستان پوهېږي چې دوه مخې لوبه یې له ګواښه ډکه ده، خو په دې باور ده چې دغه ګواښ د مدیریت او کنټرول وړ دی.
خلیلزاد وویل:« پاکستاني مشران وايي چې دوی د طالبانو او حقاني شبکې پر ملاتړ سربېره هم کولای شی چې د امریکا مرستې ترلاسه کړي او له نړیوالې انزوا څخه ځان بچ کړي. دوی اندکې شواهدو ته ګوري، څو واشنګټن دې ته اړ کړي چې له دغه هېواده د امریکا د ملاتړ دوام او له طالبانو د پاکستان د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.»
خلیلزاد غوښتنه کړې چې پاکستان باید د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه په تورلېست کې شامل کړای شي.
دی وايي په نړیواله کچه ترورېزم او افراطیت ته په ماتې ورکولو سره، د اوسني حالت مخه نیول کېدلی شي.
د نوموړي په خبره، له سیاسي پلوه پاکستان بايد د نړيوالې ټولنې له معيارونو سره سم بايد متحد هېواد نه واى.