ګلوبل ریسرچ په یوه تازه څېړنه کې ویلي، چې سي آی اې یا د امریکا څارګره اداره خپل پټ عملیات د هیرویینو د غیر قانوني قاچاق له لارې تمویلوي. د دغه بنسټ څېړنه زیاتوي، چې سي آی اې د روسیې، چین، او ایران له لارې د افغانستان د هیرویینو په قاچاق کې مستقیم لاس لري. څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د امریکا څارګره اداره په دې توګه په سیمه کې د روسیې، چین او ایران د نفوذ مخي نیسي او د هیرویینو د قاچاق له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې د یادو درېو هېوادونو پر ضد پټو جګړو کې مصرفوي. د ملي شورا غړي هم په افغانستان کې روانه جګړه د نشه یي توکو جګړه بولي او وايي، له افغانستان نه تر اروپا پورې د دغو توکو قاچاق د کورنیو چاقاقبرانو له وسه بهر کار دی. ګلوبل ریسرچ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د نشه يي توکو له کر سره تړلی بولي او وایي، چې اروپا او نورو هېوادونو ته نشه توکي وسله وال طالبان نه وړي، بلکې په الوتکو او بیړیو کې لیږدول کیږي. باید وویل شي، چې چین، روسیې او ایران تل په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکیلې او قاچاق اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې پر امریکا نیوکې هم کړې دي.