د بهرنیو پوځي اډو ضد جبهه: له امریکا سره امنیتي تړون دې فوراُ لغوه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66891
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-13

په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو د حضور دوام او د نویو اختیاراتو په ورکولو سره جګړې ډګر ته د هغوی بیا استول په هېواد دننه د سیاسي اړخونو غبرګونونه راپارولي دي .د بهرنیو پوځي اډو ضد د ملي یوالي جبهه د امریکا د ولسمشر دغه پریکړه احمقانه بولي او وايي د جکړې ډګر ته د امریکايي ځواکونو استول به د تیرو کلونو د تجربو تکرار او د امریکا یوه بله تیروتنه به وي. د دې جبهې مسولان وايي امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په غځولو سره د جکړې پراخول غواړي او خپلې ګټې د جکړې په دوام کې لټوي. دغه جبهه، په خپله امریکا په هېواد کې د سولې او ثبات پر وړاندی ستر خنډ بولي او وايي چې یاد هېواد او متحدین یې هیڅکله هم په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نه دي. په هېواد کې د بهرنیو پوځي اډو ضد د ملي یوالي جبهه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي ټړون پر لغوه کولو ټینګار کوي او وايي چې یاد تړون په تیرو دوو کلونو کې افغانانو ته هیڅ کومه ګټه نه ده رسولې.