د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون خپله دنده پرېښوده او د محافظه کار ګوند نوې مشرې تېرېزا می یې د ځای ناستې په توګه رسماً کار پېل کړ. کېمرون تېره ورځ د برتیانیا د ولسې جرګې غونډه کې د وروستي ځل لپاره پوښتنو ته ځوابونه وویل او له هغه وروسته د بریتانیا د ملکې لیدو ته لاړ او ملکې ته یې خپله استعفا وړاندې کړه. له ډېوېډ کامیرون وروسته د محافظه کار ګوند نوې مشره تېرېزا می د ملکې لیدو ته ورغله او ملکې، مېرمن می ته د حکومت تشکیلولو بلنه ورکړه. تیریزا می له مارګریټ تیچر وروسته د بریتانیا دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.