هند له افغانستان سره په پراختیايي برخه کې د ۲۵ ملیونه ډالرو په ارزښت د ۸۷ پروژو د عملي کار د پېل تړونونه لاسلیک کړل. په کابل کې د هند سفیر په دې اړه وایي، هېواد یې په افغانستان کې د ټولو هغو پروژو عملي کولو ته چمتو دی، چې افغانان ورته اړتیا لري. نوموړي وویل: ((دا د هند لومړېتوب دی، څو په هغو برخو کې کار وکړي، چې افغانان ورته اړتیا لري، موږ به ټولو هغو پروژو ته دوام ورکړو، چې له افغانانو سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي، موږ د افغانستان د یوه رښتیني متحد په توګه کار کوو)). باید وویل شي، چې هند په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره د دوو ملیاردو ډالرو په شاوخوا کې مرستې کړې دي. د هېواد د ملي شورا ودانۍ او سلما بند هغه لویې پروژې دي، چې هند له افغانستان سره د همکارۍ په موخه بشپړې کړې دي.