راپورنه وايي، د پاکستان استخبارات په سرپټو موټرو کې وسله والې ډلې لومړی وزیرستان او له هغه ځایه خوست او ګاونډېو ولایتونو ته انتقالوي. ویل کیږي، چې دغو وسله والو د خوست د سپیرې ولسوالۍ په تنګي سیمه کې مرکزونه جوړ کړي او هڅه کوي، له دې سیمې خپل فعالیتونه پېل کړي. د خوست اوسېدونکي اندېښنه ښيي، چې که افغان حکومت دې چارې ته په جدیت پام ونه کړي، دا ډلې به د یاد ولایت له ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادې ټول هېواد کې نا امني څو برابره ډېره کړي. خوستیان وايي، د پاکستاني استخباراتو له لوري دې ولایت کې ځای پر ځای کړل شوي دغه وسله وال، د جېش محمد، لشکر طیبه، او نورو کشمیري ډلو اړوند دي.