نبیل: د ملي یووالي حکومت پاکستاني لوري ته د ملي ګټو خلاف امتیازات ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66895
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-15

د افغانستان د څارګرې ادارې «ملي امنیت» مخکینی مشر رحمت الله نبیل وايي چې د ملي یووالي حکومت مشرتابه په پیل کې له پاکستان سره ډېره خوشبینانه ملګرتیا پیل کړه او څو میاشتې یې پرله پسې د پاکستان له پوځي او استخباراتي ادارو سره د بندو دروازو تر شا لیدنې کتنې کولې. رحمت الله نبیل دغه څرګندونې په هغې تازه لیکنې کې کړې دي چې له طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان د ملاتړ په اړه له اسنادو سره یو ځای خپره شوې ده. نبیل د خپلې لیکنې په یوه برخه لیکي: د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، د دغه حکومت مشرتابه په ډېر خوشبینانه ډول په دې هیله چې ګوندې وکړای شي له پاکستان سره په اړیکو کې نوی باب پرانېزي، له دغه هېواد سره خبرې اترې پیل کړې. هغه وايي د افغانستان ولسمشر د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې خپل لومړی سفر پاکستان ته وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د لیدنو په ترڅ کې یوه مهمه کتنه د بندو دروازو تر شا د پاکستان له لوی درستیز راحیل شریف سره د هغه په دفتر کې وکړه. نوموړی زیاتوي، په دې لیدنه کې د دواړو اړخونو له لوري د جدي همکاریو ژمنه وشوه، چې د ملي‌ یووالي حکومت مشرانو او یو شمېر نږدې سلاکارانو او د پاکستان د پوځ او ISI د مشرانو تر منځ دغه لیدنې کتنې او ملاقاتونه تر وروستیو میاشتو پورې د بندو دروازو تر شا روان وو. د هغه په وینا، افغان حکومت د استخباراتي ادارو اسنادو ته د اهمیت ورکولو پر ځای د پاکستاني پوځیانو حیلو او مکر ته ارزښت ورکړ. نبیل لیکي:« متاسفانه د ملي یووالي حکومت په یو اړخیز ډول په څو مواردو کې د نه باور وړ، حتى په ډېرو مواردو کې د ملي ګټو پر خلاف امتیازات د دغو غیر شفافو مجلسونو په پایله کې د پاکستان پوځیانو ته ډالۍ کړل، پرته له دې چې هېڅ ډول امتیاز د پاکستان له لوري افغانستان ته ترلاسه کړي.» نبیل په خپله لیکنه کې کاږي، له ۲۰۱۴ کال څخه تر اوسه نه یوازې دا چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر وړاندې په خپل دوه مخي سیاست کې بدلون را منځ ته نه کړ، بلکې په ډېرو برخو کې یې لاسوهنو ډاګیز شکل غوره کړی دی او په پاکستان کې د ملا عمر د مرګ تر افشا کېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره په څرګند ډول د افغانستان د قضیې د ټول واک اخيستل ومنل چې د افغانستان طالبان د پاکستان په خاوره کې شته دي او د دوی تر کنټرول لاندې دي. نوموړی لیکي، د افغانستان ولسمشر هم اعلان وکړ چې موږ باید لومړی له پاکستان سره سوله وکړو او ان دا یې هم وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني دي. په لیکنه کې زیاته شوې: ولسمشر غني د جرمني په مونیخ کې هم وویل چې ګواکې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی، په داسې حال کې چې افغانستان نه یوازې د ترهګرۍ مرکز نه دی، بلکې اصلي قرباني یې دی.