د امریکا د کانګرس دوو غړو د اوباما پر ادارې غږ کړی، چې افغانستان د جنګي الوتکو په برخه کې د روسیې له اړتیا وباسي. د واشنګټن اګزامنر د راپور له مخې؛ ریچارډ بلومنتال او جاني ارنسټ اندېښنه ښودلې، چې افغانستان له روسیې د پوځي الوتکو غوښتنه کړې ده. دوی دواړو د امریکا دفاع وزیر آشټن کارټر ته په یوه لیک کې له نوموړي غوښتي، چې د افغانستان دغه غوښتنه د امریکا پر حکومت ورپوره کړي. سناتورانو له دې کبله هم اندېښنه ښودلې، چې امریکا څه موده وړاندې د افغانستان لپاره له روسیې د پوځي وسایلو د رانیولو غوښتنه کړې وه. دوی کاټر ته دا هم ویلي، چې له افغانستانه د امریکا ځواکونو د را ایستلو د پالیسۍ په اړه کره مالومات ورکړي او د روسۍ الوتکو پر ځای افغان ځواکونو ته د امریکايۍ جنګي الوتکو ورکړې ته زمینه برابره کړي.