افغان حکومت په سیمه کې د ۴۰۰ امریکایي پوځیانو د مېشتېدو د دقیق ځای په تړاو معلومات نه لري. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په افغان جګړه کې د اړتیا پر مهال د برخې اخیستو لپاره به په سیمه کې ۴۰۰ امریکایي سرتېري ځای پر ځای کړي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امریکا له افغان حکومت سره په دې هوکړه کړې، چې دغه ځواکونه به د همغږۍ پر اساس د افغانستان په جګړه کې برخه اخلي ، خو د استوګنې ځای یې ور معلوم نه دی. دا پر هغو ۸۴۰۰ سرتېرو اضافي پوځیان دي، چې د امریکا د ولسمشر د تېرې اونۍ له پرېکړې وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي. افغان حکومت داسې مهال په سیمه کې د ۴۰۰ امریکایي سرتېرو د مېشتېدنې په تړاو مالومات نه لري، چې جنرال نېکلسن ویلي، دغه سرتېري له وړاندې له افغانستانه دباندې استول شوي دي.