ډیپلوماټ خپرونې په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان به په راتلونکو لسیزو کې د نړۍ پر یوه پرمختللي او خورا مهم هېواد بدل شي. خپرونه د ټاپي او کاسا زر په څېر پروژې د افغانستان د مهم جغرافیايي موقعیت ښکارندویې بولي او وايي چې په لنډ راتلونکي کې به دغه هېواد په سیمه کې پر یوه مهمه اقتصادي جغرافیه بدل شي. د دې نشریې د تحلیل پر اساس، افغانستان به د نړۍ د دوو نوو ظهور کوونکو اقتصادي قدرتونو تر منځ پر یوې حساسې سیمې او میدان بدل او همداراز د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ ارتباطي پُل شي او بې له شکه به دا په سیمه کې یو ستر بدلون راولي. نشریه په سیمه کې د چین او هند پانګونو ته په اشارې لیکي، د چین او ایران تر منځ به د اورګاډي پټلۍ پر افغانستان تېرې شي او نه یوازې دا چې افغانستان به له چین او ایران سره ونښلوي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه به هم له ایران او جنوبي اسیا سره وصل کړي.