د ترکیې پر حکومت کودتا ناکامه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66900
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-15

تېره شپه د ترکیې پر حکومت د کودتا هڅه وشوه. کوداتاچیانو په انقره، استانبول او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې پر پولیسو، دولتي تاسیساتو او پارلمان بریدونه وکړل او په څو ساعتونو کې یې د ترکیې دولتي ټلویزیون ونیوه. دوی پر دولتي ټلویزیون اعلان وکړ، چې اوسني حکومت ډیموکراتیکو ارزښتونو ته شا کړې او دوی واکمنان دي. په دغه هېواد کې د وسله والو نښتو، بمي چاودنو، هلو کوپټرو د بریدونو او راغورځورېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي. کودتا کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره څه نه دي ویل شوي، خو د ترکیې صدراعظم یلدریم اعلان وکړ چې په انقره کې وضعیت عادی شوی دی او د کودتا پلویان ځپل شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې په ګڼو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي د ترکیې بیرغونه ورسره دي. د ترکیې د حکومت اپوزسیون ډلو هم د کودتا کوونکو پر ضد بیان خپور کړی دی. ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې کودتا کوونکي به خپله سزا وویني. د کودتا پر مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اروغان په مشرۍ د منتخب حکومت د پلوي اعلان وکړ. لږ وروسته بیا جرمني، بلغاریا او په اسلامي هیوادو کې قطر کودتا وغندله. ملګرو ملتو هم په ترکیې کې کودتا غندلې ده. ترکیه د ناټو مهم غړی هیواد دی چې تر امریکا وروسته د ناټو په غړیو هیوادو کې ډیر زیات پوځیان لري. ترکیه له امریکا او اروپایي ټولنې سره نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکي هم لري.