واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان ځواکونو په اړه په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته افغان هوايي قوې لسګونه نور لوړپوړي او منځپوړي طالب قوماندان په نښه کړي او وژلي يې دي. ورځپاڼې د خپلو مالوماتو پر اساس زیاته کړې، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواک طالبان سخت محار کړي او د هغوی د مقاومتي بریدونه مخه یې نېولې ده. سرچینې افغانستان کې د امریکايي چارواکو له خولې هم لیکلي، چې که څه هم د افغان ځواکونو تلفات تر پخوا ډېر دي، خو په ورته مهال یې طالبانو ته په جګړو کې درنې ماتې ورکړې دي. ورځپاڼې ادعا کړې، چې افغانستان کې مېشت امریکايي قوماندانان، د افغان ځواکونو د عملیاتو پایلو حیران کړي دي.