افغان ځواکونه په جګړه کې یوازې پرېښودل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66907
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-17

ځیني پوځي شنونکي وایي، افغان ځواکونه د ترهګرۍ ضد او د حکومت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جګړه کې یوازې پرېښودل شوي او بهرني ځواکونه له خپلو پوځي مرکزونو خاص اهداف په نښه کوي. دفاع وزارت هم په روان کال کې د تلفاتو لوړېدل تاییدوي، خو د کره ارقامو په تړاو معلومات نه ورکوي. افغان ځواکونه دا مهال د جګړې په لومړۍ لیکه کې تر ټولو خونړۍ کال تجربه کوي. ۲۰۱۶ میلادي کال چې د امنیتي پېښو له امله بې ساری بلل کېږي، د وسله والو مخالفینو تر څنګ داعش ډلې هم خپل فعالیتونه پر ننګرهار سربېره نور ولایتونو ته غځولي او د افغان ځواکونو لپاره پر تازه ګواښ بدله شوې ده. پوځي شنونکي وایي، افغان امنیتي ځواکونه دا مهال د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته یوازې پرېښودل شوي او د حکومت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جګړه کې د مرستې پر مهال یې هم لاسنیوی نه کېږي. پوځي شنونکي عتیق الله امرخېل ويلي چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته بهرني ځواکونه په خپلو خوندي اډو کې دي او افغان ځواکونه د پردۍ جګړې لپاره قرباني ورکوي. د دفاع وزارت ویاند هم وايي چې روان کال د افغان ځواکونو تلفاتو لوړ شوي خو وایي له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې ټول بوج د دوی پر غاړه دی. د ملي شورا یو شمېر غړي بیا وایي چې د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او ضعیف مدیریت د دې لامل شوی چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت زیاته قرباني ورکړي. سره له دې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جګړه کې ښه ځلېدلي، خو شنونکي وایي پوځ لا هم پر لازمو تجهیزاتو نه دی سمبال او د هوایي ځواک په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.