د امریکا د لویزیانا ایالت د روژ په ښار کې پر پولیسو ډزې شوې چې درې پولیس په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د روژ ښاروال رسنیو ته ویلي چې لومړی د پولیسو پر یوې ادارې ډزې وشوې، کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلل له یو بل وسله وال کمین سره مخامخ شول. پولیس وايي بریدګر هم پولیسو وېشتلی خو لا يې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته. تر دې پېښې شاوخوا یوه اونۍ مخکې په همدغه ښار او د متحدو ایالتونو په ځینو نورو ښارونو کې د پولیسو له لوري د یوه تورپوستي د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول. په یوه لاریون کې یوه وسله وال سړي د تګزاس ایالت د دالاس په ښار کې پر پولیسو ډزې وکړې او پنځه پولیس یې ووژل. د پېښې په غبرګون کې د امریکا ولسمشرۍ ته احتمالي نوماند ډونال ټرمپ ویلي چې بارک اوباما بې کفایته ولسمشر دی او امریکا یې په جنایتونو لړلې ده.