راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو تېره ورځ د افغان کډوالو ۴۳ کورونه وېجاړ کړي دي. پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې په یاد هېواد کې د افغانانو ځورونې ته زور ورکړی چې وړمه ورځ یې هم په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو کورونه ویجاړ کړي وو. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په هره سیمه کې چې کډوال وي درې ورځې وخت ورکول کېږي چې خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. د وخت له پوره کېدو سره سم یې د امنیتي ارګانونو له لوري کورونه وېجاړېږي. تېره ورځ د پېښور په خان کالي سیمه کې پولیسو د افغانانو ۴۳ کورونه وېجاړ کړي دي. په ورته وخت کې د تورخم سرحدي ښارګوټي د کډوالو ادارې چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو بېرته راستنېدل ډېر شوي او هره ورځ د سلو په شاوخوا کې کورنۍ خپل هېواد ته راګرځي.