په امریکا کې د پاکستان په اړه د (پاکستان دوست دی که دښمن) استماعیه غونډې یاد هېواد اندېښمن کړی دی. د پاکستان د سنا مجلس مشر رباني سر تاج عزیز ته په یوه لیک کې لیکلي چې د امریکایايي سناتورانو د وروستیو څرګندونو په اړه دې دوی ته وضاحت ورکړي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د سنا ریس ریان رضا رباني سر تاج عزیز ته په یوه رسمي لیک کې لیکلي، چې د پاکستان د امنیت او صداقت په اړه دا ډول څرګندونې دوی ته د زغملو نه دي. په لیک کې راغلي چې سرتاج عزیز باید د امریکا د سنا مجلس په اړه ولس ته سپیناوی ورکړي او په دې اړه دې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي. څو ورځې وړاندې د امریکا سنا مجلس د پاکستان په اړه استماعیه غونډه جوړه کړه چې په هغه کې یې پاکستان له امریکا سره په دوه مخې لوبه تورن کړ او د امریکا له حکومت یې غوښتنه وکړه چې پر پاکستان خپلې مرستې ودروي. په یاده غونډه کې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي و چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ صادروونکی هېواد دی او باید د ترهګرو د ملاتړ هېوادونو په تور لیست کې شامل شي.