خلک: په تورخم کې د پاکستان دروازه موږ ته د منلو نه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66913
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-18

د تورخم اسېدونکي او عام خلک وايي، سره له دې چې په تورخم کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له خوا د دروازې جوړولو پر سر جګړې وشوې او زیانونه واوښتل خو بیا هم د جوړېدونکې یادې دروازې کار نور په بشپړېدو دی. هغوی د پاکستان له خوا د دې دروازې جوړول غیر قانوني بولي او پر وړاندې یې د ملي یووالي حکومت پر چوپتیا جدي نیوکې کوي. د ننګرهار ځايې مسئولين بیا وایي، د ډیورند کرښې پر سر پاکستان ته د تاسیساتو د جوړولو اجازه نه ده ورکړل شوې خو د رغول شوې دروازې په اړه ځواب ویلو مسئولیت نه لري. په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د دروازې پر سر له څو ورځنۍ جګړې، مرګ ژوبلې او پراخو مالي زیانونو وروسته بیا هم د پاکستان له لوري د دروازې جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. د تورخم اوسېدونکي وايي، پاکستان په تېره یوه میاشت کې په ډېر شدت سره د دروازو جوړولو کار جاري ساتلی و چې اوس یې نوي سلنه کار خلاص شوی دی. مسافرو او د تورخم اوسېدونکو کابل نیوز ته ویلي پر ډیورند کرښه د پاکستان له خوا هېڅ ډول تاسیسات ورته د منلو نه دي خو تور پورې کوي چې ملي یووالي حکومت د افغان سرحدي ځواکونو له قربانیو سره سره د دې دروازې مخه ونه نیوه. هغوی زیاتوي چې حکومت باید د دې قربانیو او زیانونو او دا چې ولې یې بېرته د دروازې جوړولو ته اجازه ورکړې، ځواب ووایي. بل پلو د ننګرهار ځایي مسئولين وايي چې دوی په اوسنۍ کرښه پاکستان ته د تاسیساتو د جوړولو اجازه نه ده ورکړې او دوارزه هم د کرښې په دېرش مترۍ کې جوړه شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ويلي چې د جوړې شوې دروازې په اړه باید د حکومت لوړپوړي چارواکي ځواب ووایي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په نورو ولایتونو کې هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه ورته دروازې او پوځي تاسیسات له افغان حکومت سره د ستنډرډ عملیات پروسیجر یا اېس او پې پر بنسټ جوړ کړي هغه موضوع چې د ملي یووالي حکومت هم منلې ده.