د جرمني د بایرن ایالت اړوند د ورزبرګ په سیمه کې یوه افغان ځوان په اورګاډي کې د تبر او چاقو په واسطه څو کسان زخمیان کړل. د پولیسو یوه ویاند وویل چې د پېښې عامل په داسې حال کې چې غوښتل یې چې د پېښې له ځای څخه وتښتي د وسله والو پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سیمې د پولیسو د ویاند له خولې لیکلي چې، په پېښه کې څلور کسان سخت ټپیان شوي دي. د جرمني د بایرن ایالت د کورنیو چارو د وزیر یواخیم هیمن وايي چې د پېښې عامل ۱۷ کاله عمر لري، افغان دی او د حملې پر وخت یې د الله اکبر چیغې وهلې. وړمه ورځ هم په یونان کې درې افغان کډوال په دې تور نېول شوي و چې یوه ډله یې جوړه کړې وه او د نورو کډوالو په ځورولو او وهلو یې لاس پورې کړی و. ویل کېږې چې یاد کسان د یوې وړې ډلې مشران و چې نور کډوال به یې ځورول. دوی وروسته له دې و نېول شول چې د کډوالو په یوه کمپ کې یې جګړه وکړه او څو کسه یې د چاقو په ګزار ټپیان کړل.