پاکستان په جمرود تحصیل کې کډوالو ته د وتلو امر کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66915
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-19

پاکستان په جمرود تحصیل کې کډوالو ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې دا سیمه پرېږدي. د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو په ډېری سیمو کې افغان کډوالو ته اعلان کړی دی چې د یوې اونۍ په اوږدو کې خپل هېواد ته ستانه شي او که د یوې اونۍ په اوږدو کې دا کار و نه کړي کورونه به یې ویجاړ شي. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې همدا اوس هم د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي په مشری یو پلاوی پاکستان ته تللی څو د افغان کډوالو ستونزې حل کړي. تر دې مهال څه کم نه زره افغانان د پاکستاني پولیسو له لوري د قانوني اسناد د نه لرلو په تور نېول شوي دي. همدارنګه په تېرو دوو ورځو کې په بېلو ځایونو کې د افغانانو تر ۱۵۰ ډېر کورونه وېجاړ شوې دي. بلخوا د تورخم ښارګوټي چارواکي وايي چې د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده او هره ورځ لسګونه کورنۍ له تورخم دروازې افغانستان ته را اوړي.