د کابل ښار د خیرخانې مېنې اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې دغلته د امنیتي پېښو ترڅنګ، د وژنې او تښتونې ګڼې پېښې رامنځ ته شوې چې دعامو خلکو ژوند یې ور تریخ کړی دی.
د کابل ښار یولسمه امنیتي حوزه چې د ښار په کچه ترټولو ګڼ مېشته سیمه بلل کیږي په دې وروستیو کې د ګڼ شمېر امنیتي پېښو شاهده ده .
د ندیم په نوم په نوم د اولس کلن زلمي پلار چې زوی یې وړمه شپه په همدې سیمه کې وژل شوی دی، د خپل زوی غم سخت دردولی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دا په روانه میاشت کې لسم قتل دی چې ترسره کېږي، خو د قاتل د نیولو لپاره اقدام نه کيږي او دغې چارې د عامو خلکو عادي ژوند سخت ور تریخ کړی دی.
خو د کابل ښار د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي، د خیرخانې په سیمه کې د قتل وروستۍ پېښې جنایي اړخ نه لري او په وینایې دغه پېښې تر ډېره د شخصي دښمنیو او ختلافاتو له امله رامنځته کېږي.
نوموړی وایي، د وړمه شپې د قتل په تړاو یې تورن کس ترتعقیب لاندې دی او ډېر ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د یوولسمې امنیتي حوزې اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دې سیمې د امنیت خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي او د دغه راز پېښو د تکرار مخه ونیسي.
د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې د اوسیدونکو دغه شکایتونه داسې مهال دي چې د کابل ښار نورې برخې هم ډېر کله د غلاوو ، لارنیونې، وخت ناوخت ډزو او د غیر مسئوله والو د ګرځېدو شاهدې دي چې عام ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
کابل ښاریان شکایت کوي چې وسله وال غله په رڼا ورځ د خلکو مالونه لوټي او د ښار په منځ کې خلک تښتوي.
په کابل ښار کې د انسان تښتونې تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه نږدې دوه میاشتې مخکې د اباسین قضیه وه چې تښتوونکو د کابل له کارتې نو سیمې څخه تښتولی و او بیا یې وژلی و.
پر دې سربېره په کابل ښار کې هره ورځ د موټر تښتونې او انسان تښتونې د پېښو راپورونه ورکول کېږي، خو پولیس او امنیتي ادارې د جنايي جرمونو په مخنیوي کې پر بې غورۍ تورن دي.