د فوټبال یو پخوانی وتلی لوبغاړی بریټانیا ته د لسو افغان کډوالو د قاچاق په تور نیول شوی دی. ۳۳ کلن فابرس، چې پخوا یې د بلجیم ملي لوبډله کې لوبه کوله، غوښتل ۱۰ افغان کډوال د پېسو په بدل کې خپل موټر کې له فرانسې، برېټانیې ته قاچاق کړي، چې ونیول شو. د راپورونو له مخې؛ په دغو کډوالو کې ۴ ماشومان، دوې میرمنې او څلور نارینه شامل وو، چې ټول یې افغانان دي. د فوټبال دغه تورن لوبغاړي پولیسو ته اعتراف کړی، چې بریټانیا ته د هر افغان کډوال د قاچاق پر سر یې زر یورو اخیستل.