د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې يو قومي مشر د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى. امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، ویلي د ناړۍ قومي مشر حاجي مرسلين خان، خپل کور ته روان و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.قوماندان زیاتوي، مرسلين سخت ټپي شوى او د درملنې لپاره ننګرهار ته وړل شوى و، خو هلته يې ساه ورکړې ده. د هغه په وينا، له نوموړي سره په ډاټسن موټر کې درې تنه نور هم سپاره وو، چې هغوى سرسري ټپيان دي.