چارواکي: ازره کې چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66996
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-01

د لوګر چارواکي وايي چې د دې ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه عام وګړي وژل شوي دي. د ازرې ولسوال حميدالله حميد، ویلي، پېښه تېر مازيګر شاوخوا پنځه بجې د ولسوالۍ په کږې وږې سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې يو ډاډسن موټر پر سړ پر خښ کړل شوي ماين ور برابر شو. دی زیاتوي، ياد موټر له کابل څخه د خاکجبار ولسوالۍ له لارې ازرې ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او په پايله کې يې د ازرې پنځه ملکي وګړي ووژل شول. ازره د لوګر ختيځ لور ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لاره د لوګر له مرکز سره تړلې ده.