هرات ښاروال: د ولايتي شورا له لوري د بډو اخيستل پر يوه دود بدل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66997
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-01

د هرات ښاروال ادعا کوي چې ددې ولايت ولايتي شورا د هرات مرکزي سړک پروژې د عملي کېدو له امله د ٥٠ زره ډالره رشوت غوښتنه کړې ده. د هرات ښاروال فرهاد نيايش، ویلي د ولايتي شورا له لوري د بډو اخيستل پر يوه دود بدل شوي او له کلونو راهيسې هره پروژه چې د هرات ښاروالۍ عملي کړې، ولایتي شورا ترې په کې بډې اخیستې. نوموړی زیاتوي، چې ولايتي شورا په دې وروستيو کې له ښاروالۍ او د هرات ښار مرکزي سړک د قيرکولو اړوند شرکت څخه د ٥٠ زره امريکايي ډالرو بډو اخيستو غوښتنه کړې ده. هرات ښاروال وويل چې ولايتي شورا ددې پروژې ترسره کوونکي شرکت ته هم ګواښ کړى، چې که ٥٠ زره ډالره ته ورنه کړي، پر ضد به یې اقدام وشي. خو د هرات ولايتي شورا مشر کامران عليزي، د ښاروال ادعا رد او بې بنسټه بولي او وايي که ښاروال د خپلې ادعا ثبوت په اړه اسناد وړاندې کړي، ولايتي شورا چمتو ده چې خلکو او حکومت ته ځواب ووايي.