هافنګټن پوسټ: امریکا د نورو هېوادونو په ټاکنو کې د لاسوهنو بیه پرې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66999
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-01

هافنګتټن پوسټ امریکایۍ خپرونې په تېره یوه پېړۍ کې د نړۍ د لسو هیوادونو په سیاسي تحولاتو، په ځانګړې توګه د دغو هېوادونو په ټاکنو کې د امریکا لاسوهنو ته اشاره کړې او وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې واشنګټن هم د امریکا په ټاکنو کې د روسیې له ورته مداخلې شکایت کوي. د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه هیواد ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ښځه نومانده ده، خو د هغې له مخالف ګوند، جمهوریت غوښتونکي ګوند څخه هم داسې یو کس ور سره سیالۍ ته ولاړ دی چې خورا لانجمنې څرګندونې کوي او ان کله نا کله د امریکا له سنتي دښمن، روسیې سره د همکارۍ غږ اوچتوي. په کور دننه د ټاکنیزو لانجو په درشل کې، په لومړي وار امریکایي مشران د دغه هېواد په ټاکنو کې د یوه بهرني هېواد له مداخلې سر ټکوي. هافینګتون پست خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې امریکا په تېره یوه پېړۍ کې د فلادلفیا، هندوراس، ګواتیمالا، ایران، هایتي، کانګو، اندونیزیا، ویتنام او افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي تحولاتو کې د مستقیمو لاسوهنو بیه پرې کوي. سرچینې زیاتوي:(( د امریکا استخباراتي ادارو په عامه او هیلري کلینټن او د هغې خاوند په خاصه توګه په تېره یوه لسیزه کې د نورو هېوادونو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې او دغه هیوادونه یې په لوی لاس بې ثباتۍ ته بیولي دي.)) هافینګتون پست په ځانګړې توګه په ۱۹۵۳ کال کې په ایران کې د محمد مصدق په مشرۍ حکومت سقوط او پرځای یې شاهي او خود کامه رژیم ته د ایران د چارو سپارلو، په ویتنام، اندونیزیا او هایتي هېوادونو کې د قانوني او ډیموکراتیکو نظامونو راپرځولو او د پوځي حکومتونو رامنځته کولو ته اشاره کوي چې امریکا متحده ایالاتو یې مشري کوله. د هافنګتون پست خپرونې لیکوال دغه راز د افغانستان د ۲۰۰۹ میلادی کال ټاکنو ته اشاره کوي او وايي، چې امریکا قصدا دغه ټاکنې جنجالي کړې. سرچینه لیکي:(( امریکا په لوی لاس دغه ټاکني له درغلیو ډکې وبللې، ځکه د ټاکنو پایلې هغه ډول نه وې چې واشنګټن یی غوښتنه کوله. امریکا په ۲۰۱۴ کال کې په خپله دغه هڅه کې بریالۍ شوه او د افغانستان د اساسي قانون خلاف یې د اجراییه ریاست پوست رامنځته کړ.)) د بهرنیو هېوادونو په کورنیو چارو کې د همدغو لاسوهنو له امله، د ډیموکراټ ګوند د یو بل نوماند، برني سنډرز پلویانو هغه مهال اعتراض وکړ او پر هیلري کلینټن یې ملنډې ووهلې، چې برني سنډرز له هیلري کلینټن څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.